تودې هوا په فراه کې د وطني کولرونو بازار تود کړی

Your browser doesn’t support HTML5

فراه کې د هوا په ګرمېدو سره ګڼ شمېر خلک هڅه کوي هغه کولرونه واخلي، چې په دغه ولایت کې تولیدېږي. د فراه اوسېدونکي وطني کولرونه ځکه اخلي، چې د لمر په برښنا او بېټرۍ کار کوي او د بهرنیو کولرونو پرتله یې بیه هم کمه ده. فراه کې د هوا تودوخه تر ۵۰ سانټي ګراد رسېږي.