یوناما: افغانستان کې په لاس جوړ شوي بمونه د یوې جدي اندېښنې په توګه پاتې

د کابل په دارالامان سړک د شوې چاودنې له امله ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. 22.04.2022

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یوناما موندنې ښيي، چې په لاس جوړ شوي بمونه د یوې جدې اندېښنې په توګه پاتې دي، خو ویل شوي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ملکي مرګژوبله کمه شوې ده.

د یوناما په راپور کې چې نن سه شنبه خپور شو راغلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې پورې ۳۷۷۴ کسانو ته تلفات اوښتي چې په هرو څلور کې د یوه لامل همدا بمونه دي.

د راپور له مخې ملکیانو ته دغه تلفات په ګڼ مېشتو سیمو له هغې ډلې عبادت ځایونو، مدرسو او بازارونو کې اوښتي دي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ سملاسي وروسته د داعش خراسان څانګې له خوا د ملکیانو مرګژوبله زیاته شوه او راپور په یاده موده کې د ملکي مرګ ژوبلې ډېره پړه هم پر داعش وسله والو اچولې ده.

په دې وروستیو کې ازادي راډیو له هلمند، غزني او میدان وردګو ولایتونو څخه داسې راپورونه خپاره کړل، چې هلته خلک د تېرې شل کلنې جګړې له پاتې چاودېدونکو موادو رنځ وړي او په وینا یې ماشومان او څاروي یې ډېر قرباني کېږي.