د پاکستان پوځ درې لوړپوړي افسران له دندو لرې کړي

د پاکستان پوځ درې لوړپوړي افسران د تېرې میاشتې د بلواو او تاوتریخوالي په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله له دندې لرې کړل.

د پاکستان پوځ درې لوړپوړي افسران د تېرې میاشتې د بلواو او تاوتریخوالي په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله له دندې لرې کړل.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د جون په ۲۶مه دا خبره خبریالانو ته وکړه، خو د لرې شویو افسرانو نومونه یې وانه‌خیستل.

د تېرې می میاشتې په لومړیو کې د عمران خان پارېدلو پلویانو د هغه له نیولو وروسته مظاهرې وکړې او پر دولتي ودانیو یې هجوم یووړ.

شریف چودري وایي، لږ تر لږه ۱۰۲ تنه د پاکستان په پوځي محاکمو کې د تېرې میاشتې د تاوتریخوالي له کبله محاکمه کېږي.

دا چې تورنو کسانو کې څه شمېر ملکیان او څه شمېر یې پوځیان دي، چودري یې په اړه څه ونه ویل.