پوتین یو ځل بیا د واګنر ډلې جنګیالیو ته د بخښنې وړانديز تکرار کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ولس ته په خپله تازه وینا کې د واګنر اجیرې ډلې هغو جنګیالیو ته چې وروستۍ وسله واله بلوا کې دخيل وو، د بخښنې وړاندیز تکرار کړ، خو د هغوی قومندان یفګیني پریګوژین ته نه.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، د پوتین دا اقدام په ګوته کوي، چې هغه له خپل پخواني متحد یعنې پریګوژین سره بشپړه اړیکه پرې کړې ده.

پوتین د جون په ۲۶مه په یوې لنډې وینا کې وویل، د واګنر ډلې جنګیالي کولای شي د روسیې له پوځ سره یوځای شي او یا دې هم خپل هېواد یا بېلاروس ته ستانه شي.

هغه د واګنر ډلې ۶۲ کلن قومندان پریګوژین ته هیڅ ډول اشاره ونه کړه.

پریګوژین یو وخت د پوتین د مشر اشپز په توګه پېژندل کېده.

پوتین وویل، د بلوا تنظیمونکو د روسیې له خلکو سره خیانت کړی دی.

پریګوژین د شنبې په ورځ د روستوف ښار ځینې سیمې ونیولې او خپلو ۲۵ زره کسانو ته یې د مسکو پر لور د مارش امر وکړ.

دغه مارش د بېلاروس په منځګړیتوب د یوې هوکړې له مخې بېرته ودرول شو.

د راپورونو له مخې د شنبې ورځې وسله وال تحرک که څه هم لنډمهالی وو، خو د روسیې څو هليکوپترې، یوه جاسوسي اطلاعاتي الوتکه د واګنر جنګیالیو له خوا نسکوره او ۱۵ پوځي منسوبین هم وژل شوي دي.