طالبانو د قربانیو پر مهال د چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي غوښتنه کړې

ارشیف

د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې له خلکو غوښتي، چې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره د خپلو قربانیو څارویو پاتې شوني راټول کړي.

د دې ادارې د ککړتیا د کنټرول د څانګې مشر انجنیر طوفان جبران د دوشنبې په ورځ د کوچني اختر په مناسبت یو ویډیويي پیغام خپور کړ.

په پيغام کې ويل شوي: "هیله لرم چې د لوی اختر په ورځو کې د څارویو ذبحه د عامې روغتیا وزارت له طرزالعمل سره سم ترسره شي، څو د چاپيریال ککړتیا لامل نه‌شي او همدارنګه هغه کسان چې حویلۍ او باغونه لري، همالته دې د څارویو پاتې شونې خښ کړي."

جبران زیاته کړه، د هغو کسانو لپاره چې په اپارتمانونو کې اوسېږي، د دغو حیواناتو د پاتې شونو د راټولولو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکل شوي دي.

هغه وويل، چې د اختر په ورځو کې د چاپېريال ساتنې مسوولان له بېلابېلو سيمو څخه ليدنه کوي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

په وروستیو کلونو کې د قربانۍ څارویو پاتې شونو د ککړتیا او بد بوی لامل شوي، په تېره بیا په ښارونو کې د اوړي په ګرمۍ کې خلک ترې ډېر شکایت کوي.