چین: طالبان دې د افغانانو او نړیوالې ټولنې باور او ملاتړ جلب کړي

د طالبانو او چین بیرغونه

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو حکومت ته په کار ده، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې د تمو د پر ځای کولو په هدف کوټلي ګامونه پورته کړي.

دا خبره د یاد وزارت ویاندې ماو نینګ پرون په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې کړې ده.

اغلې ماو نینګ زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت د اقتصادي ودې، د فساد د ورکولو، د مخدره موادو د له منځه وړلو او د نظم د راوستلو په برخه کې ځینې لاسته راوړنې لري.

هغې ویلي، چې له دې پاسنیو پرمختګونو سره سره افغانستان ګڼ شمېر ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه د دغو ستونزو په هواري کې د طالبانو د اوسني حکومت د تګلارو په اړه اندېښمنه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی تمه لري طالبان د خلکو د توقعاتو په پوره کولو سره د افغانانو او نړیوالې ټولنې باور او ملاتړ جلب کړي.

سره له دې چې د چین په شمول د نړۍ هيڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو چین له طالبانو سره ډپلوماټيکې او اقتصادي اړیکې لري.

چین له هغو هېوادونو وو، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو میاشتو کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو باوري کس ته وسپاره.