کرکټ؛ د اسیا ایمرجینګ سیاليو ته افغان لوبډله اعلان شوه

د اسیا ایمرجینګ سیاليو لپاره د افغان لوبډلې سکواډ

د افغاستان کرکټ بورډ ادارې د اسیا جام د راتلونکو سیالیو لپاره ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۶مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې دغې لوبډلې ته د افغان ابدالیانو نوم ورکړی او ویلي یې دي، چې شاهدالله کمال به په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري کوي.

د کرکټ اسیايي شورا د مهالوېش پر اساس یادې سیالۍ د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه په سریلانکا کې پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ ټاکونکې ډلګۍ د دې سیالیو لپاره د ځینو پخوانیو او تنکیو ځوانانو په ګډون لوبډله اعلان کړې ده، چې په ترکیب کې یې شاهدالله کمال لوبډلمشر، نورعلي ځدراڼ، احسان الله جنت، ذبید اکبري، ریاض حسن، اسحاق رحیمي وېکټ ساتونکی، اکرام علي خېل، الله نور ناصري، بهیرشاه محبوب، وفادار مومند، نوید اظهار، ضیاالرحمن اکبر، شرف الدین اشرف، سلیم ساپی، ابراهیم عبدالرحیمزی او بلال سمیع شامل دي.

دغه راز عبدالمالک، اصغر اتل، عبدالباقي او ذوهیب زمانخېل په احتیاطي لوبغاړو کې اخيستل شوي دي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان لوبډله به په دویم ګروپ کې د سریلانکا، بنګله‌دېش او عمان هېوادونو پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

دغه راز د دې سیالیو په لومړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات او نیپال سره سیالۍ کوي.

د دې سیالیو د اصولو له مخې د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د نیمه پایلوبې پړاو ته رسېږي او پایلوبه به د جولای په ۲۳مه نېټه ترسره شي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د جولای په ۱۴مه نېټه د عمان، دویمه سیالي به د همدې میاشتې په ۱۶مه نېټه د سریلانکا او وروستي لوبه به د جولای په ۱۸مه نېټه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.

د ویلو ده، چې د اسیا ایمرجینګ سیالیو تر پيل وړاندې به افغان لوبډله د بنګله‌دېش هېواد پر وړاندې د جولای په ۷مه، ۹مه اوا ۱۱مه نېټه درې تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.