په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه ترکي او سویډني چارواکي خبرې کوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې د سویډن او ترکیې جګپوړي چارواکي به د ناټو له راروانې سرمشریزې مخکې، په ناټو کې د سویډن د احتمالي غړیتوب په اړه په بروکسل کې خبرې وکړي.

د ناټو سرمشریزه په راروانه میلادي میاشت کې د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې جوړېږي.

سټولټنبرګ نن په ویلینیوس کې خبریالانو ته وویل، چې په دې غونډه کې به د ترکیې او سویډن د بهرنیو چارو وزیران، د ملي امنیت سلاکاران او د استخباراتي ادارو مشران برخه ولري.

د نوموړي په وینا، د دې خبرو هدف په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د بشپړولو په هدف په خبرو کې پرمختګ دی.