پریګوژین: د مسکو پر لور د مارش هدف د حکومت پرځول نه و

د واګنر په نوم د روسیې د ملېشه ډلې مشر ایفګیني پریګوژین

د واګنر په نوم د روسیې د ملېشه ډلې مشر ایفګیني پریګوژین وايي، چې د مسکو پر لور د ده د ځواکونو د مارش هدف د روسیې د حکومت پرځول نه بلکې د خپلې کمپنۍ خوندي کول و.

دا لومړی ځل دی چې پریګوژین د مسکو په نږدې دوه سوه کیلومتري واټن کې د خپل مارش له پرېښودو وروسته په یو غږیز پیغام کې خبرې کوي.

پریګوژین په دې یوولس دقیقې پیغام کې وايي، چې خپل مارش یې د بې‌عدالتۍ په خاطر پیل کړ.

د نوموړي اشاره هغې ادعا ته وه، چې ګنې د روسیې پوځ د ده پر ځواکونو برید کړی.

د واګنر ملېشو مشر دا نه دي ویلي، چې اوسمهال په کوم ځای کې دی او د راتلونکي لپاره څه پلان لري.