پاکستان ۲۷ افغان بندیان د طالبانو حکومت ته سپارلي

د طالبانو له بنده خوشې شوي بندیان

د ننګرهار باختر اژنس چې د طالبانو په کنټرول کې دی خبر ورکړی، چې نن دوشنبه ۲۷ تنه هغه افغانان چې پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان وو، د تورخم بندر له لارې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي.

باختر اژانس د ځينو بنديانو له خولې لیکلي، چې د پاکستان په زندانونو کې ورسره ناسم چلند شوی، وهل شوي او ډبول شوي دي.

یادو بندیانو چې دوه، درې او نهه میاشتې په بند کې وو، د مزار شريف، ننګرهار، لوګر، بدخشان، سمنګان، کندز او کونړ ولايتونو اوسېدونکي ياد شوي دي.

تېره مياشت هم ۴۷ افغانان چې پاکستان کې بنديان وو افغان لوري ته سپارل شوي دي.