په هالنډ کې د 'پي ټي ايم' د نيول شويو غړيو د خلاصون لپاره لاريون شوی

هالنډ کې د پي ټي ایم د نیول شویو غړیو د خلاصون لپاره د لاریون یو انځور

په هالنډ کې د پي ټي ايم د نيول شويو غړيو د خلاصون لپاره لاريون ترسره شو.

په دغه لاریون کې د هالنډ له بېلابېلو ښارونو سلګونه کسانو ګډون کړي وو، چې موخه یې د میرانشاه د پرلت ملاتړ ترڅنګ د دغه غورځنګ د ټولو غوښتنو د ژر تر ژره حل کېدو غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د هالنډ څانګې مشرې سایرې نورزۍ د لاریون پر مهال وویل، څه موده وړاندې په محکومه پښتونخوا کې د پنجابي پوځیانو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عیدالرحمن وزیر، جلال وزیر، زکیم وزیر، صابر بلال، اعجاز خوشحال، عالمزیب مسید نیول شوي دي.

د نوموړې په وینا، په افغانستان کې هم د واکمنو طالبانو له خوا د پي ټي ایم د غړو او ملاتړو هر یو ‏‎مطيع الله ویسا، ‏‎نورايل کليوال،‏ ‎عنایت خان، ‏‎ذبيح عیار او یو شمېر نور نیول شوي دي.

دغه راز د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينو نورو غړو په خپلو خبرو کې د پاکستان له حکومت وغوښتل چې نور د بې ګناه پښتنو له وژلو زورولو او نیولو څخه لاس واخلي.

تر دې مخکې هم په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو لاريونونه کړي دي.