اسټرالیا په یوازېنۍ ټیسټ لوبه کې د انګلستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسټرالیا د ښځینه‌وو کرکټ ملي لوبډله

د اسټرالیا د ښځینه‌وو کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د ایشیز لوبلړۍ په یوازېنۍ ټیسټ لوبه کې د ۸۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

دغه سیالي چې نن دوشنبه پای ته ورسېده، انګلستانۍ لوبډلې ونه کړای شول، چې د اسټرالیا د ۲۶۸ منډو هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې په ۱۷۸ منډو وسوځېدل.

د دې ټېسټ سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې وه او پخپلو دوه پاڼیو کې یې ۴۷۳ او ۲۵۷ منډې کړې وې.

د یادې لوبډلې لپاره انیبل سودرلینډ ۱۳۷ او ایلیاس پیري ۹۹ منډې کړې وې.

دغه راز په دویمې پاڼۍ کې بیا بیت موني مخکښه وه او ۸۵ منډې یې جوړې کړې وې.

د انګلستان په توپ اچونکو کې سوپیا د اسټرالیا ۵ لوبغاړي سوځولي وو.

د انګلستان لپاره د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ تاریخي وه، دوی که څه هم د اسټرالیا له لومړۍ پاڼۍ ۱۰ نومرې قرضداره پاتې شول او ۴۶۳ منډې یې وکړې، خو ټامي بیموت په کې غبرګه سلیزه ووهله او ۲۰۸ منډې یې وکړې.

دا لومړنۍ انګلستانۍ لوبغاړې شوه چې د ټيسټ کرکټ په تاریخ کې د خپل هېواد لپاره غبرګه سلیزه وهي.

یادې لوبډلې په دویم پړاو کې ښه توپوهنه ونه کړای شوه او ټوله لوبډله یې د لوبې د پنځمې ورځې په سهار په ۱۷۸ منډو وسوځېده.

اسټرالیا ته په دواړو پاڼیو کې اشلي ګاډنر ۱۲ وېکتې واخیستې، هغې په اولې پاڼۍ کې ۴ او په دویمې پاڼۍ کې ۸ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړې جایزه یې هم وګټله.

د ویلو ده، چې تر دې وروسته به د دې هېوادونو د ښځینه و لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلېږي.