اسټراليا له اوکراين سره د پوځي مرستو نوې کڅوړه اعلان کړه

د اسټرالیا بیرغ

اسټرالیا د روسیې له یرغل څخه د دفاع په خاطر اوکراین ته د ۷۳ اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو نوې کڅوړه ورکوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مرستو په دغې کڅوړه کې ۷۰ پوځي موټر هم شامل دي.

د اسټرالیا صدر اعظم انټوني البانیز نن په کانبرا کې د یوې خبري غونډې پر مهال د دغو مرستو اعلان وکړ.

د البانیز په خبره د اوکراین خلکو د روسیې د ناقانونه، غیر موجه او غیر اخلاقي جګړې په وړاندې خپله مېړانه ښودلې ده.

له دې سره اوکراین ته د جګړې له پيل راهیسې د اسټرالیا د مرستو اندازه ۵۲۷ میلیونه ډالرو ته ورسېده.