سږ کال د حج په مراسمو کې د زیارت کوونکو شمېر ډېر دی

بیت الله شریف

سږ کال وروسته له څو کلونو چې کرونا وه، ډېرو مسلمانانو د حج په مراسمو کې برخه اخیستې ده.

زیارت کوونکي نن په مینا کې راغونډېږي او سبا به عرفات ته ځي.

په سږني حج کې د یو سل او شپېته هېوادونو اتباعو ګډون کړی، چې د ټولو بهرنیو او کورنیو زیارت کوونکو شمېر تر دوه میلیونه اوښتی دی.

په دوه زره پنځلسم کال کې پر کاڼو د شیطانانو د سیمبولونو د ویشتلو پر مهال د بیروبار په ترڅ کې دوه زره درې سوه حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سږ کال له افغانستانه هم تر دېرش زره ډېرو کسانو د حج په مراسمو کې برخه اخیستې ده.