د طالبانو حکومت د ډبرو سکرو پر صادراتو ګمرکي محصول کم کړی

ارشیف

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د ډبرو د سکرو په صادراتو کې د ګمرکي محصول د کمېدو خبر ورکوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د هېواد د صادراتو د ودې او همدارنګه د پانګه‌والو او سوداګرو د لا هڅونې په موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم او د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، له هېواد څخه د صادرېدونکو ډبرو سکرو، په في ټن ګمرکي محصول کې ۱۵ ډالر او د في ټن د ریالیټي په قېمت کې ۵ ډالره، چې په ټوله کې ۲۰ ډالر کېږي، کموالی راغلی.

د خبرپاڼې له مخې دا پرېکړه د غبرګولي په ۳۱مه شوې او له هغې راهیسې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د تطبیق وړ ده.

د افغانستان د ډبرو سکاره تر ډېره پاکستان ته چې د انرژۍ د تامین په برخه کې له پراخې ستونزې سره مخ دی، صادرېږي.

د طالبانو د مالیې وزارت د تېر ۱۴۰۱ کال په حوت میاشت کې ویلي و چې د دې کال په لومړیو یوولس میاشتو کې یې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو له درکه ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیون افغانۍ ګمرکي محصول ترلاسه کړی دی.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د همدې کال په دوبي کې ویلي وو، چې د ډبرو سکرو د یو ټن بیه يې ۲۸۰ ډالرو ته رسولې ده.