زيلينسکي او بايډن د روسيې پر وروستي کړکېچن وضعیت خبرې کړي

د‌ عکس ښي لور ته د امريکا ولسمشر جوبايډن او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمير زيلينسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زيلينسکي او د امریکا ولسمشر جوبایډن په روسیه کې د وروستي کړکېچن وضعیت په اړه خبرې کړي.

په دغو ټليفوني خبرو کې دواړو مشرانو د روسي ځواکونو په وړاندې د کییف د یرغلیزو عملیاتو او په لېتوانیا کې د ناټو له سرمشریزې د مخه د خپلو دریځونو د همغږي کولو پر مسئلې هم خبرې وکړې.

په پام کې ده چې د ناټو دغه سرمشریزه د جولای له یوولسمې تر دولسمې پورې په لیتوانیا کې جوړه شي.

سپینې ماڼۍ وویل چې دواړو مشرانو په روسیه کې د وروستیو پېښو په اړه خبرې وکړې او بایډن د امنیتي، اقتصادي او د بشري مرستو له لارې له اوکراین سره د متحده ایالاتوپه نه ماتېدونکي ملاتړ ټینګار وکړ.

د اوکراین ولسمشر په یوه ټویټ کې له بایډن سره خبرې ګټورې وبللې او ویې ویل، هغه ته ویلي چې دی لیرې واټن ویشتونکو وسلو ته اړتیا لري.

دواړه مشران دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې له کریملین سره د شوې یوې هوکړې له مخې د واګنر ډلې مشریوګیني پریګوژین چې د مسکو پر لور یې وسله وال مارش پیل کړی و، له روسیې بېلاروس ته ځي.