د طالبانو مشر: افغانستان کې ښځې له ناوړه رواجونو ژغورل شوي

د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده

د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده وایي، په افغانستان کې د دوی له حاکمیت وروسته ښځې له اجباري نکاح، په بدو کې له ورکړې او په خبره یې له ورته نورو دودیزو ظلمونو ژغورل شوي او ټول شرعي حقوق یې ورکړل شوي دي.

اخندزاده دغه خبرې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت د خپل پيغام په یوه برخه کې کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه دغه پیغام پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي او دغه راز پوهنتونونه تړلي چې د نړیوالو بشري بنسټونو او سیاستوالو غبرګونونه یې پارولي دي.

د ځینو اسلامي هېوادونو مشرانو هم د طالبانو دغه کړنې غندلي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېره جنوري میاشت کې له تعلیمه د نجونو راګرځول 'غیر انساني' او 'غیر اسلامي' بللي وو.