طالبان: تورخم کې بند پاتې افغانان په تذکرو افغانستان ته تللی شي

د تورخم دروازې یوه څنډه

په تورخم کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، هغه افغانان چې له کوچني اختر وروسته په پاکستان کې بند پاتې وو، اوس کولای شي چې د پېژندپاڼو یا تذکرو په ښودلو سره خپل هېواد ته ستانه شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان چې د سفر اسناد نه‌لري او یا یې د ویزو وخت تېر شوی دی، له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې ایسار پاتې دي او دوی ته پر تورخم د اوښتو اجازه نه ورکول کېده.

خو باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، د تورخم د کمیسار عصمت الله یعقوب له قوله خبر ورکړی چې وايي، د تورخم له پاکستاني چارواکو سره موافقه شوې چې، هغه افغانان چې پاسپورټونه نه‌لري د اختر تر ورځې پورې کولای شي هېواد ته ولاړ شي.

طالبانو دې ته ورته موافقه په کوچني اختر کې هم له پاکستاني لوري سره کړې وه.