په پکتيکا کې نږدې دوه زره کلن لرغوني اثار موندل شوي

د پکتیکا مرکز شرنې ښار یوه څنډه

په پکتیکا کې د طالبانو سیمه‌يیز چارواکي ادعا کوي، چې په دې ولایت کې یې نږدې دوه زره کلن لرغوني اثار موندلي دي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامین حذیفه په یوه ویډیو کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې باختر اژانس خپره کړې، وايي، دا اثار چې د خوشامند ولسوالۍ په عمرخېلو کلي کې موندل شوي، له کوشاني دورې سره تړاو لري او زرګونه کاله لرغوني دي.

نوموړی ډاډ ورکوي، چې دا اثار ساتل کېږي او وايي، د طالبانو حکومت د لرغونو او تاریخي اثارو ساتنې ته جدي پاملرنه کوي.

طالبان د افغانستان د لرغونو اثارو د موندلو او ساتنې ژمنه په داسې حال کې کوي، چې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې یې په بامیان ولایت کې د بودا بېسارې مجسمې په بمونو والوزولې او د ځینو موزیمونو لرغوني اثار یې له منځه یووړل.