روسیه کې د واګنر ډلې مشر خپلې مېلشې بېرته مرکزونو ته ستنې کړي

د روسیې په روستوف کې د واګنر ملېشه ځواک یو ټانک

د واګنر په نوم د روسیې د خصوصي ملېشو مشر ایفګیني پریګوژین د مسکو پر لور خپل مارش درولی او ویلي یې دي، چې ده خپلو ملېشو ته امر کړی څو خپل حرکت بند کړي او خپل مرکزونه ته ستانه شي.

پریګوژین دا اعلان یوازې څو ساعته وروسته له هغه وکړ، چې د روسیې په جنوبي ښار روستوف کې یې د پوځي ادارو اداره په لاس کې واخیسته او د مسکو پر لور یې په دې هدف لاریون پیل کړ چې د ده په وینا د پوځ مشرتابه له دندې لیرې کړي.

نوموړي بېګا پر خپله ټلېګرام پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې خپل ځواکونه د خپلو کمپونو پر لور شاګرځ کوي، ځکه نه‌غواړي د روسانو وینې توی شي.

پریګوژین دا نه‌دي ویلي، چې له دې پرېکړې مخکې یې له کریملین یا پوځ سره خبرې شوې وې که نه.