اختر او چمتووالی؛ ځینې افغانان: د کمزوري اقتصاد له امله د اختر خواږه په کور کې پخوو

په افغانستان کې د اختر په ورځو کې د یوې کورنۍ دسترخوان

یو شمېر افغانان وايي، د کمزوري اقتصاد له امله د اختر خواږه په کور کې پخوي.

د لوګر ولایت اوسېدونکې راحله وايي: "اقتصادي هم راځي، حفظ الصحه هم پام کې نیول کېږي، ځینې بازاري شیان داسې غوړو کې پخېږي چې روغتیا ته زیان رسوي."

راحله، چې د پنځو ماشومانو مور ده وايي، اختر ته څو ورځې ترتیبات نیسي.

د راحلې په خبره دوی لویانو او ماشومانو دواړو ته ځانګړي خواړه پخوي، ډېر شیان په کور کې او ځینې شیان له بازاره تیار اخلي، په خبره یې کور کې پاخه کړي شیان د بازار پر تله هم اقتصادي او هم صحي دي.

دې ازادي راډيو ته وویل: "موږ ټول شیان کور کې پخوو، هم صحي هم پاک، سیمیان کور کې پخوو، کلچې او روغن جوشۍ هم پخوو، اقتصادي هم راځي، روغتیا هم پام کې نیول کېږي. ځینې بازاري شیان داسې غوړو کې پخېږي چې روغتیا ته زیان رسوي، ځینې ماشومان باندې ښه نه لګېږي، اخترونو کې ناروغه کېږي، نو موږ ځینې شیان کور اوځینې هم له بازار اخلو."

د کابل ښار یوه څنډه

زرفشان وایي، دوی د اختر خواږه په کور کې پخوي، ځکه هم له اقتصادي پلوه مناسب راځي او هم د مېلمنو ډېر خوښېږي.

نوموړې وايي: "موږ کلچه او خجورې کور کې پخوو په اختر کې زموږ د مېلمنو خوښېږي، بل هم د روغتيا لپاره، د بازار څخه شیانو څخه پاک وي، بازار کې ډېر قیمته هم دي. په اختر کې کلچې شیان ډېر قیمته کېږي، وچه مېوه له کلیو څخه راته راځي."

وحیده چې د لغمان ولایت اوسېدونکې ده، وایي، د کور په خوړو کې احساس او مینه پرته وي، د بازار له خوړو یې ارزښت یې ډېر وي، نو ځکه یې دوی په کور کې پخوي.

وحيده وايي: "دا شیان خو ټول بازار کې هم شته، خو دا د لاس خواړه ارزښت لري، یعنې مقابل لوري ته دا په عمل کې ښیو چې ته ماته ارزښت لرې، د مینې محبت په حساب. یعنې علت یې مینه او محبت او ارزښت دی، نو ځکه دا تکلیف وباسو."

د اختر په را رسېدو سره افغانې کورنۍ ټولې د خپل وس مطابق ورته تیاری نیسي، ځينې کورنۍ خو ان لوی لوی دسترخوانونه هواروي.

خو له تېرو دوو کالو راهیسې چې په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې، ښځې ډېری پر کور ناستې دي او له اقتصادي پلوه هم په ښه وضیعت کې نه دي، نو خلک وايي، له خپلو مېلمنو تر ډېره د خپل لاس په خوړو مېلمه‌پالنه کوي.