امريکا د اسرایيل او فلسطینیانو ترمنځ د کرارۍ لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه کړې

د اسراییلي ځواکونو د تالاشۍ یو انځور

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د کرارۍ لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د جمعې په ورځ له خپل اسراییلي ساري سره په ټلیفوني مکالمه کې دا غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې یو وار بیا ناکراري زیاته شوې ده.

په لوېدیځه غاړه کې د تېرې اوونۍ هغه تاوتریخوالی چې فلسطینیان او اسراییلي ځواکونه په کې ښکېل وو، په څو کلونو کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ په وینا سالیوان له خپل اسراییلي سیال ځاچي هانیګبي سره د خبرو پر مهال د حماس له خوا د جون میاشتې د شلمې د تروریستي حملې له کبله د اسراییل له خلکو سره خواخوږي وښوده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ملکي فلسطینیانو په وړاندې د حملو په باب هم خپله اندېښنه وښوده.

په لوېدیځه غاړه کې له تېرې اوونۍ لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان او ۴ اسراییلیان وژل شوي دي.