د کاناډا حکومت له افغانستان سره د مرستو لپاره د پارلمان موافقه ترلاسه کړه

د کاناډا د پارلمان ودانۍ

د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې افغانستان ته د بشري مرستو د اسانتیا لپاره جوړه شوې لایحه چې پارلمان تصویب کړې شاهي موافقه تر لاسه کړې ده.

د کاناډا حکومت پرون د عامه خوندیتوب وزیر مارکو مېنډیسینو له قوله ولیکل، په قانون کې راغلي تعدیلات له دې وروسته نافذ دي.

کاناډا له افغانانو سره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د سي۴۱ د جزا قانون او یو شمېر نورو قوانینو کې تعدیلات راوستي، څو اجازه ورکړي چې افغانانو سره د کاناډايي سازمانونو له‌خوا د اړتیا وړ مرستې وشي.

د کاناډا حکومت وايي، نوی قانون به د افغانستان په ګډون د ترهګرو ډلو تر کنټرول لاندې جغرافیایي سیمو کې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د بې طرفه بشردوستانه سازمانونو له‌خوا بشري مرستې د استثناء په پام کې نیولو سره برابروي.

کاناډا طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او وايي، په زور یې قدرت نیولی؛ هغه څه چې د دې هېواد د قوانینو په رڼا کې یې د کاناډا حکومت او سازمانونو ته اجازه نه ورکوله چې افغانستان سره مرستې وکړي.