له افغانستان څخه عربستان ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهير بشپړ شو

ارشیف: بیت الله شریف یوه څنډه

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت وایي چې، له افغانستانه، سعودي عربستان ته د افغان زیارت کوونکو د لېږد بهير بشپړ شو.

سږ کال له افغانستانه سعودي عربستان ته د حج لپاره درې زره درې سوه شپاړس تنه د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات له هوایي ډګرونو ولېږدول شول.

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت تمه ښکاره کړې ده، چې سږکال به د نړۍ له یو سل او شپېته هېوادونو دوه میلیونه کسان د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.