د اوکراین پوځ: پر یوې پوځي اډه مو د روسیې هوايي برید په شا تمبولی

اوکرایني سرتېري د جګړې پر مهال

د اوکراین پوځ نن جمعه ویلي، پر خپله یوه پوځي اډه یې هغه هوايي حمله په شا تمبولې چې له کروز توغندیو هم په کې کار اخیستل شوی و.

د اوکراین پوځ وايي، دوی په مرکزي سیمه خمیل نیڅکي کې پر خپله یوه پوځي اډه د روسي ځواکونو ۱۳ توغول شوي کروز میزاییل ویشتلي او نسکور کړي دي.

پوځ نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه حمله د کسپین سمندرګي له استقامتونو د یوې ستراتېژیکې الوتکې له خوا شوې ده.

د اوکراین د جنوب په خرسون ښار کې نن د روسیې په یوه حمله کې چې د عمومي ټرانسپورټ تاسیسات یې په نښه کړي، لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

روسیې د تېرې میاشتې له پیله، د اوکراین پر اساسي پروژو او ښارونو په ځانګړي ډول پر پلازمېنه کییف خپلې هوايي حملې سختې کړي، چې په ملکیانو کې د مرګ ژوبلې او سختو مالي زیانونو سبب شوي دي.

د خمیل نیڅکي والي اولیکساندر سیمچيشین ویلي، د توغندیو د ټوټو له لوېدو وروسته اور لګېدلی، خو چا ته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

تېره شپه د څو ساعتونو لپاره د اوکراین په ټولو برخو کې د نورو هوايي حملو د خطر زنګ وغږول شو.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر وايي، روسیې د تېرې شپې په حمله کې ګڼ کروز توغندي او د شاهد په نوم بې پيلوټه الوتکې کارولې دي.

دغه دفتر وايي چې د دغې لویې هوايي حملې د عواقبو په باب پلټنې روانې دي.

د اوکراین د لوی درستیز د دفتر په وینا، پرون پنجشنبه د هوايي حملو په بله څپه کې هم روسیې د کینژال په نوم هایپرسونیک میزاییل کارولي وو.

دا هغه توغندي دي چې سرعت یې تر غږ چټک دی.

د جګړې له میدانه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي، روسیې په ختیځه سیمه دونیڅک کې د اوکراین پر سنګرونو د نورو حملو هڅه کړې ده.

د لوی درستیز دفتر وايي، په لیمن، بخموت، افدییفکا او ماریینکا کې سخته جګړه روانه ده.

بل لوري ته، د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار نن ویلي، چې د اوکراین مدافعانو په خپلو مسیرونو کې د خارکیف سیمې په لیمن او کوپیانسک کې د روسیې د عملیاتو مخه نیولې ده.

هغې د اوکراین یوه تلوېزیون ته ویلي، له یوې نیمې اوونۍ راهیسې د کوپیانسک او لیمن د جګړې په لومړیو کرښو کې جګړه سخته شوې ده.