د پاریس المپیکي سیالیو کې د روس او بېلاروس ورزشکارانو د نه ګډون غوښتنه شوې

په سویس کې یو شمېر لاریون کوونکو هم په المپیک سیالیو کې د روسیې او بېلاروس د نه ګډون غوښتنه شوې وه.

په اروپا کې د بشري حقونو یوې مخکښې څارونکې ډلې غوښتنه وکړه، تر هغو چې په اوکراین کې د روسیې تهاجم روان وي، د روسیې او بېلاروس ورزشکالان دې په پاریس کې د ۲۰۲۴م کال له لوبو کاملاً منع شي.

د اروپا شورا، د المپیک له نړیوالې کمېټې او د هغه د سپورټي فډراسیونونو له تنظموونکو ادارو غوښتنه وکړه، چې پر خپل هغه دریځ کلک ودرېږي، چې په ۲۰۲۲م کال کې یې اعلان کړی و او په دغو سیالیو او نورو مهمو ورزشي مناسبتونو کې د روسیې او بېلاروس د ورزشکارانو ګډون منع اعلان کړی و.

د المپیک نړیوالې کمېټې په مارچ میاشت کې توصیه کړې وه، چې ورزشکارانو ته دې د بې طرفه افرادو په توګه په سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړل شي، په دې شرط چې په اوکراین د روسیې د جګړې فعال ملاتړ ونه کړي.