زرګونه زيارت کوونکي په مکه مکرمه کې د حج فريضې ادا کولو لپاره راټول شوي

بيت الله شريف

نن جمعه د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې په زرګونو کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سره غونډ شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی، چې اټکل کېږي، د سعودي عربستان په دې سخته ګرمۍ کې سږ کال تر دوو ميلیونو ډېر کسان د حج په مراسمو کې برخه واخلي.

دغو حج کوونکو چې سپین احرامونه یې اغوستي، ټوله مکه پوښلې ده.

چارواکو ویلي، د حج په مراسمو کې د زیارت کوونکو د بې ساري شمېر له کبله ښايي د مراسمو پر مهال د خلکو حضور له خنډ سره مخامخ شي.

د عربستان د حج او عمرې وزیر توفیق الربعیه په یوه ویډیو کې ویلي، د حج مراسمو له نږدې کېدو سره سعودي عربستان د حج تر ټولو ستر مراسمو ته ځان چمتو کوي.

هغه ویلي، سږ کال له څه باندې ۱۶۰ هېوادونو تر دوو ميلیونو ډېر کسان په دغو مراسمو کې ګډون کوي.

تېر کال نهه لکه او ۲۶زره کسانو د حج په مراسمو کې برخه اخیستې وه، ځکه د کرونا وبا له کبله د حج کوونکو شمېر کم شوی و.

په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا له کبله یوازې لس زره کسانو په دغو مراسمو کې برخه واخیسته.

د سعودي عربستان رسنیو خبر ورکړی چې، د راتلونکې سې‌شنبې ورځ به عرفه او چهارشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.