په کابل کې د ښځو لپاره د یوه نوي سوداګریز مرکز پر جوړېدو کار پيل شوی

په کابل کې د ښځینه سوداګرو د محصولاتو له نندارتون یو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' ویلي، په کابل کې د ښځو لپاره د یوه نوي سوداګریز مرکز پر جوړېدو کار پيل شوی دی.

دغې ادارې پرون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغه مرکز د یو این ایچ.سي آر، له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې او د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې په ملاتړ جوړېږي.

وړاندې راغلي چې دغه مرکز به د بې ځایه شویو او ستنو شویو په ګډون سوداګرو مېرمنو ته روزنیر پروګرامونه جوړوي او د هغوی مالي ملاتړ به کوي.

ویل شوي نه دي، چې د دغه مرکز د جوړېدو کار څومره لګښت غواړي او څومره موده کې بشپړېږي.

دا مرکز داسې مهال جوړېږي چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

ځینو سوداګرو مېرمنو پخوا ویلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې فعالیت په ټپه درېدلی دی.