ملګرو ملتونو د روسیې ځواکونه د 'شرم' په نوملړ کې شامل کړل

د اوکراین جګړه کې د روسي پوځیانو له لوري د یوه وژل شوي ماشوم خوا ته د هغه پلار ناست دی.

ملګرو ملتونو د روسیې پوځي ځواکونه او نیابتي وسله والې ډلې د اوکراین په جګړه کې د ماشومانو د حقونو د نقض له کبله د 'شرم' په نوملړ کې شاملې کړې.

د فرانس پرېس د راپور له مخې، په هغه کلني راپور کې، چې پرون پنجشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو ته وړاندې شو په اوکراین کې د وژل شویو ۱۳۶ ماشومانو پړه پر روسي ځواکونو او د روسیې په ملاتړ جنګېدونکو نیابتي وسله والو باندې واچول شوه.

د دغه راپور له مخې د اوکراین په جګړه کې د وژل شویو ۸۰ ماشومانو پړه پر اوکرایني ځواکونو واچول شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، په اوکراین کې پر ښونځیو او روغتونونو دومداره بریدونو بوږنولی دی.