کرکټ؛ افغان لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې تمریناتي کمپ پیل کړی

افغان کرکټ لوبډله په اماراتو کې د تمریناتو پر مهال

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره څو ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې دغه کمپ یې په ابوظبۍ ښار کې د لا ښه چمتوالي په موخه پیل کړی دی.

که څه هم یادې ادارې د شل اوریزو سیالیو لپاره لا لوبډله نه ده اعلان کړې، خو د یو ورځنیو سیالیو لپاره یې روانه اونۍ د ۱۹ـ کسیزې لوبډلې ترڅنګ ۱۰ احتياطي لوبغاړي هم اعلان کړل.

ټاکل شوې، چې افغانستان او بنګله‌دېش د جولای په ۵مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

د دې لوبلړۍ دویمه سیالي به د جولای په ۸مه او وروستۍ به یې په ۱۱مه نېټه وي.

دغه راز دواړه هېوادونه به د همدې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټه دوه شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړي.

د ویلو ده چې بنګله‌دېش د یوازېنۍ ټېسټ لوبې پرمهال افغان لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.