اوتونبایوا: د طالبانو حکومت ټولشموله نه دى

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي، د طالبانو حکومت سربېره پر دې چې ټولشموله نه دى، ټول نارینه محوره دی.

روزا اوتونبایوا پرون چهارشنبه، د جون ۲۱مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت به تر هغه په رسمیت ونه پېژندل شي چې طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو فرمانونه لغوه نه کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو د واک په ترلاسه کولو سره د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې د نجونو پر مخ بندې کړې او هم یې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونو منع کړې.

دوی همداراز په پراخه کچه په موسسو کې د ښځو د کار مخه نیولې.