ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اقلیمي بدلون زیانونو ته اندېښنه وښوده

په هلمند کې د اوبو کمښت له کبله خلک له لرې ځایونو د څښاک اوبه راوړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، دوی په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون زیانونو ته سخت اندېښمن دي.

مېرمن اوتونبایوا پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، وچکالۍ په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه ډېره کړې او د غذایي نه خوندیتوب لامل شوې.

هغې سپارښتنه وکړه چې د اقلیمي بدلون د زیانونو د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان له اوسنیو حاکمانو سره خبرې وکړي.

که څه هم طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې د ژوروڅاګانو کېندل منعه کړي او د قوش تېپې په ګډون یې د یو شمېر کانالونو د جوړولو هڅې پیل کړي، خو دغو هڅو یې د ملګرو ملتونو په خبره د ګاونډیو اندېښنې پارولي دي.

په تېر پسرلي کې د ازادي راډیو یو لړ څېړنیزو راپورونو هم وښوده چې افغانستان کې د ځمکې لاندې او برسېرنې اوبه د پام وړ کمې شوي دي.