ایران کې یو سیاستوال اعدام شو

ارشیف

په ایران کې د بشري حقونو دوو ډلو وویل، چې کردی سیاستوال هیمن مصطفایي نن د ایران په لوېدیځ کې د سنندج په مرکزي زندان کې سهار وختي اعدام شو.

د راپورونو له مخې پرون د خلکو یوه لویه ډله د زندان بهر راغونډه شوې وه او له چارواکو یې دا غوښتنه کوله چې ۳۴ کلن مصطفایي اعدام نه کړي، دا کسان تر سهار پورې لا هلته انتظار و.

مصطفایي په ۲۰۱۲م کال کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د یوه غړي په وژلو تورن شوی و.

داسې راپورونه خپاره شوي چې مصطفایي مخکې تر دې چې په اعدام محکوم شي شکنجه شوی و.