د خوړو نړیوال پروګرام: له ۱۵ میلیونه ډېر افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري

په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' اټکل کوي چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه ډېر وګړي په شدید ډول د خوړو خوندیتوب نه لري او ۲.۸ میلیونه کسان د لوږې د بېړنۍ کچې له وضعیت سره مخ دي.

دې پروګرام په یوه راپور کې چې پرون سې شنبې یې په خپله ویبپاڼه کې خپور کړی دغه راز ویلي چې پر سختو اقتصادي او بشري بحرانونو سربېره، ټولنې د سختې هوا له امله هم ځپلې شوي او زیاتوي هر کال سخته هوا په ټول هېواد کې پر میلیونونو خلکو ویجاړونکي اغېزه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د بودیجې د کمښت له کبله مجبور دي چې په هغو سیمو کې هم چې سخت د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخې دي، راشنونه کم کړي او اته میلیون زیانګالي وګړي به نور له دې پروګرام څخه د خوړو مرستې نه ترلاسه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې ۹۱۸ میلیون ډالرو ته عاجله اړتیا لري ترڅو وکولای شي د راتلونکو شپږو میاشتو په مخه په افغانستان کې خپل عملیات سرته ورسوي.