چارواکي: اوکرایني ځواکونو په جنوب کې ځینې سیمې بېرته نیولي

اوکرایني ځواکونه

اوکرایني چارواکي وايي، ځواکونو یې د هېواد په جنوب کې له روسيې څخه نورې سیمې نیولي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار پرون د جون شلمه وویل اوکرایني ځواکونه په سوکه، خو ډاډمنو ګامونو سره د پلان په اساس دفاعي حملو ته دوام ورکوي.

مېرمن مالیار زیاته کړه چې دوی پر مخ روان دي او حتی لیدل کېږي چې اوکرایني سرتېري د خپلې خاورې یو یو متر له دښمن څخه نیسي.

هغې پر خپل ټلېګرام پاڼه په یوه بیان کې یادونه کړې چې خلک د فلمونو په شان چټک پرمختګ غواړي، خو دا زیاتوي چې هسې امکان نه لري.

مېرمن مالیار وویل، په عین حال کې داسې سیمې هم شته چې د روسيې پوځ پرمختګ کوي او اوکرایني ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

نوموړې په دې ترڅ کې ختیځ ښارونه کوپیانسک او لیمان د مثال په توګه یاد کړي دي.