یوه فلسطیني وګړي په لوېدیځه غاړه کې ۴ کسان وژلي

د لوېدیځې غاړې جنین ښار یوه څنډه

د اسراییل روغتیايي کارکوونکي وايي، یوه فلسطیني سړي په لوېدیځه غاړه کې په ډزو سره لږ تر لږه ۴ کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

بلخوا یو فلسطینی چې د اسراییل په یوه حمله کې په ډزو ټپي شوی و، پرون سې شنبه ساه ورکړه.

د فلسطین روغتیا وزارت تر دې مخکې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یوه بل فلسطیني د وژل کېدو اعلان هم کړی دی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، امجد عارف جاس چې د لوېدیځې غاړې په جنین ښار کې د اسراییل په ډزو سخت ټپي شوی و، ساه ورکړه

له دې سره له تېرې دوشنبې د اسراییل د پوځ په حملو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر شپږو ته ورسېد.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، په دې موده کې تر ۹۰ زیات کسان ټپیان شوي هم دي.

د اسراییل پوځ وايي، په جنین ښار کې د دوی ۸ تنه پوځیان هم ټپیان شوي دي.