په پاکستان له دېره افغان خبریالانو سره د مرستې غوښتنه وشوه

په اسلام اباد کې د خبریالانو په ګډون د افغان کډوالو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. دوی ډېری د بهرنیو هېوادونو کېسونه لري او له دې هېوادونو غواړي څو کېسونه یې ژر پروسس کړي. May 7, 2022

د پاکستان د خبریالانو یوې ټولنې له نړیوالو غوښتي چې په دې هېواد کې له دېره افغان خبریالانو سره مرستې وکړي.

د آزادۍ شبکې په نوم د رسنیو د څار ټولنې د جون د شلمې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان پر حکومت او د رسنیو د ملاتړ د ډلو په ګډون پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغان خبریالانو سره بشري مرستې وکړي او فرصتونه ورته برابر کړي څو په پاکستان کې د ژوند له ستونزو سره مبارزه او په خپل مسلک کې کار وکړای شي.

په بیان کې یادونه شوې چې په پاکستان کې دېره افغان ژورنالیستان په ډېرو ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او عاجلو بشري مرستو ته اړ دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر خبریالان په امنیتي دلایلو ګاونډیو، لوېدیځو او نورو هېوادونو ته کډوال شول.