حمیدي: د افغان ښځو د جنسیتي ځورونې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالب وسله وال چلند

د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي وايي، د افغان ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې له عاملانو سره باید حساب کتاب وشي.

مېرمن حمیدي پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۳مې غونډې د هغه تازه راپور یادونه وکړه چې وايي، افغان ښځې د جنسیت له کبله ځورول کېږي.

دا راپور د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او له تبعیض سره د مبارزې کاري ډلې پرونۍ غونډې ته وړاندې کړی و.

د طالبانو حکومت دا راپور رد کړی.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یوه بیان کې د بېنیټ او د تبعیض پر ضد د کاري ډلې راپور د هغو تبلیغاتو برخه بللې چې د ده په وینا د ملګرو ملتونو او د لوېدیځو هېوادونو او بنسټونو له آدرسه د طالبانو د حکومت پر ضد پیل شوي دي.