يونېسف د افغانستان په ۹ ولايتونو کې ۶۷۵ روغتيايي مرکزونو سره مرسته کړې

ارشیف: د غزني روغتون کې ناروغان تر درملنې لاندې دي

یونېسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د افغانستان په نهو ولایتونو کې له ۶۷۵ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کړې ده.

له دغو مرکزونو څخه څه د پاسه پنځه ميليونه تنو ګټه پورته کړې ده.

یونېسف په یوه ټویټ کې ویلي چې د دوبي د تودوخې په رارسېدو سره به د شدیدې نس ناستې پېښې زیاتې شي چې که درملنه یې ونه‌شي نو د ناروغ ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

یونېسف زیاتوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او د ۱۳۷ زره کسانو د درملنې لپاره په روغتیايي مرکزونو کې د درملنې کېټونه یا بستې ترتیبوي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال په اکټوبر کې راپور ورکړی و، چې په ۵ میاشتو کې په افغانستان کې د شدید اسهال له امله ۷۶ کسان مړه شوي دي.