د طالبانو حکومت د سمنټو پنځه فابريکې جوړوي

په بغلان کې د سمنټو د فابریکې یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر اعلان وکړ چې د سمنټو د پنځو لویو فابریکو په جوړولو سره به هېواد د سمنټو په تولید کې پر ځان بسیا شي.

باختر دولتي اژانس د طالبانو د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدين دلاور د څرګندونو له مخې لیکلي چې يادې فابريکې به په هرات، کندهار، لوګر، جوزجان او پروان کې جوړې شي.

په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي چې دا فابریکې به د کومو کورنیو او بهرنیو شرکتونو له‌خوا جوړېږي او په کوم لګښت او کله به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اوسمهال د غوري او جبل السراج سمنټو فابریکې فعالې دي او د افغانستان د اړتیاو یوه برخه پوره کوي.

د دغو فابریکو په جوړولو سره به سلګونه میلیونه ډالر چې د سمنټو د واردولو په برخه کې ورکول کېږي، په هېواد کې دننه ولګول شي.