د امريکا د بهرنيو چارو وزير چين ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه

د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سره د لیدنې پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن داسې مهال چین ته دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه چې د دغو دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځته کولو په اړه یې غوښتنه ځواب نه‌شوه.

بلېنکن پرون دوشنبه د چین له ولسمشر شي جین پینګ او نورو لوړپوړو چارواکو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، پېکېنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي تماسونو بیا پیلولو ته چمتو نه‌دی.

د هغه په خبره واشنګټن دا ډول تماسونه د غلطو محاسبو او ټکرونو د مخنیوي لپاره مهم ګڼي، په ځانګړې توګه د تایوان په اړه.

د همدې تایوان په اړه د چین د دریځ او په اوکراین کې د روسیې له جګړې د چین د ملاتړ له کبله د واشنګټن او پیکینګ اړیکې خړې پړې دي.

له تېرو ۵ کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چین ته سفر کوي.