اوکرايني ځواکونو په زاپوريژيا کې يو کلی بېرته نيولی

د اوکرایني ځواکونو له لوري د زاپوریژیا د یوه کلي له نیول کېدو وروسته اوکرایني ځواکونو هلته خپل بیرغ سره ډله ییز عکس اخیستی.

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځه دونیڅک سیمه کې نن بیا هم توده جګړه روانه ده، د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا مالیار نن تایید کړه چې، اوکرایني ځواکونو په زاپوریژیا کې، چې د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ په‌کې ده یو کلی له روسي ځواکونو څخه بېرته نیولی.

اوکراین د پیاتي خاتکي په نوم کلي د بېرته نیولو خبر څو ساعته وروسته له هغه ورکړ چې ولسمشر ولودمیر زیلینسکي بېګا په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په هدف د اقداماتو په ترڅ کې ټولې له لاسه تللې سیمې بېرته ونیسي.