کرکټ؛ له بنګله‌دېش سره د يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په موخه د افغان لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله‌دېش سره د راتلونکو دریو یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د ۲۹ لوبغاړو نومونه شامل دي چې نولس یې اصلي لوبغاړي یعنې د بنګله‌دېش په وړاندې په را روانو سیالیو کې به لوبېږي او لس نور به یې احتیاطي لوبغاړي وي.

د اصلي لوبغاړو په نوملړ کې د ځینو نورو تجربه لرونکو لوبغاړو ترڅنګ د ځینو نویو څېرو لکه شاهدالله کمال، ضیا اکبر، ریاض حسن، اظهارالحق نوید او یو شمېر نورو نومونه هم شامل دي.

افغان مخکښ لوبغاړی راشد خان چې له بنګله‌دېش سره په ټېسټ لوبو کې ونه لوبېده، هم په دې نوملړ کې شامل دی.

ټاکل شوې افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جولای میاشتې له پنځمې نه تر یوولسمې پورې د یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ ترسره کړي.