په کابل کې د کورنيو توليداتو لوی نندارتون جوړېږي

په کابل کې د افغاني تولیدانو نړیوال نندارتون یوه څنډه. 14.05.2023

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه راتلونکې میاشت په کابل کې د کورنیو تولیداتو یو لوی نندارتون پرانېزي.

د دې خونې سرپرست محمد یونس مهمند د دغه نندارتون په اړه بېګا ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د جولای د میاشتې په ۱۶مه نېټه په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه رح په نوم یو لوی نندارتون جوړوي. په دغه نندارتون کې به زموږ صنعتکاران، تجاران، پانګه‌وال او د سیمې له هېوادونو مېلمانه ګډون وکړي."

د کورنیو تولیداتو دغه نندارتون به د کابل په چمن حضوري کې پرانستل کېږي او زر غرفې به ولري.

د ياد نندارتون د پرانستلو لپاره داسې مهال تیاری نیول کېږي چې ویل کېږي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د صنعت او سوداګرۍ په برخو کې ډېرو شرکتونو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.