يونېسف: افغانستان کې د هوا په تودېدو سره د نس ناستې پېښې ډېرېږي

ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، په دوبي کې د هوا په تودېدو سره د حادې نس ناستې پېښې زیاتېږي او که درملنه یې ونه‌شي، د ناروغ د مرګ سبب هم کېدای شي.

یونېسف پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د بشرپالنې د صندوق په مرسته له خپلو روغتیایي شریکانو سره د حادې نس ناستې لپاره د درملنې کېټونه چمتو کوي چې په دې هېواد کې به له ۱۳۷ زره زیاتو کسانو درملنه کوي.

د روغتیا پالانو په وینا د حادې نس ناستې یا اسهال پر ناروغۍ اخته هغه چا ته وایي چې غایطه مواد یې په ورځ درې ځلې یا زیات نرم یا اوبه لرونکي وي او هغه تر څوارلسو ورځو یا کمو پورې دوام وکړي.

له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې چې اکثره خلک سمو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري، د نورو ناروغیو ترڅنګ د نس ناستې د ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړی و.