د کابل لپاره د امريکا سفارت پناه غوښتونکو ته: د قاچاق کوونکو په اړه باخبره اوسئ

ارشیف: د یونان په یو کلي کې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو کډوال

د کابل لپاره د امریکا د متحدو ایالتو سفارت پناه غوښتونکو ته یادونه کړې، چې د درغلو کسانو او قاچاقوونکو په تړاو دې باخبره وي.

دغه سفارت نن په خپل ټویټر کې لیکلي: "جون د کډوالو د پوهاوي نړیواله میاشت ده او دا یو فرصت دی چې کډوالو ته یادونه وکړي، چې د درغلي کوونکي او قاچاق وړونکو څخه خبر وي."

د امریکا سفارت دا هم لیکلي، چې: "ملګري ملتونه او غیردولتي قانوني سازمانونه د کډوالو د ساتنې، راجسټرکولو او د بیامېشتولو خدماتو برابرولو لپاره پیسې نه اخلي."

د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کلونو کې له درې نیم ميلیونو ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي.

زیات افغانان اروپايي او نورو هېوادونو ته د رسېدو په هیله قاچاق وړونکو ته پیسې ورکوي او په خطرناکو لارو مزل پیلوي چې ګڼ یې تر منزله نه رسېږي.