ملګرو ملتونو په ننګرهار کې یو کانال جوړ کړی

ارشیف

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په ننګرهار کې د یوه کانال د جوړېدو خبر ورکړی، چې د ۸۰۰ کورنیو د کرنې ودې ته ګټه رسولی شي.

د دغې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، دغه کانال به چې یو کیلومتر اوږد دی او ۲۵۰ هکټاره باغونه خړوبولی شي، د پایدارې کلیوالي پراختیا لپاره یو زېری دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، د ۲۰۲۲م کال وچکالۍ، د څښاک اوبو ته د کورنیو اړتیا ۷ فیصده زیاته کړې او د هغو کورنیو شمېر ۱۲ فیصده زیات شوی چې له څښاک اوبو بې برخې شوې دي.

د تېرو درېیو کلونو وچکالیو د افغانستان کرنه هم اغېزمنه کړې ده.