بنګله‌دېش افغانستان ته د کرکټ په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د تېرې ورځې د لوبې انځور

بنګله‌دېش افغانستان ته د کرکټ په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه.

د لوبې لومړۍ پاڼۍ کې کوربه هېواد لومړۍ بېټېنګ یا توپ وهنه وکړه چې ۳۸۲ منډې یې وکړې او په ځواب کې یې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۴۶ منډو سره وسوځېدل.

په دویمه پاڼۍ کې بنګله‌دېش ۴۲۵ منډې وکړې، چې په ځواب کې یې نن افغان لوبډلې ۱۱۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۴۶ منډو په توپیر وبایلله.

تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۱۹م کال کې شوې وه، چې هغه لوبه افغان لوبډلې د ۲۲۴ منډو په توپیر ګټلې وه.