پوتین: د تاکتیکي اټومي وسلو لومړۍ جوپه بېلاروس ته رسېدلې

د روسیې ولسشمر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسشمر وایي، د تاکتیکي اټومي وسلو لومړۍ جوپه بېلاروس ته رسېدلې ده.

ولادمیر پوتین په سنت پیټرزبرګ کې پرون یوې غونډې ته وویل چې یوه اندازه تاکتیکي اټومي وسلې به بېلاروس ته انتقال کړي، چې یوه برخه یې هلته رسېدلې او د اوړي تر اخره به له ژمنې سره سم د دې وسلو پاتې برخې په بېلاروس کې ځای پر ځای شي.

د روسیې ولسمشر بیا وویل، ماسکو او منسک د مې په ۲۵مه داسې اسناد سره لاسلیک کړل چې دغه هېواد ته د روسیې د تاکتیکي اټومي وسلو د انتقالېدو اجازه ورکوي.

د شوروي اتحاد تر ماتېدو راوروسته دا لومړی ځل دی چې داسې وسلې مسکو له روسیې بهر په بل هېواد کې ځای پر ځای کوي.