کرکټ؛ نن د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو یو انځور

نن له بنګله‌دېش سره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده.

افغان لوبډله په پاتې دوو ورځو کې ۶۱۷ منډو ته ضرورت لري او بنګله‌دېش اتو وېکټو ته.

پرون چې کله د لوبې وخت پای ته رسېده افغان لوبغاړو په خپلې دویم ځلي لوبې کې ۴۵ منډې کړې وې او دوه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.

افغان لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي تر ټپي کېدو وروسته له میدانه بهر شو.

په دې لوبه کې د پاتې دوو ورځو په ترڅ کې افغانانو ته دا لوړ هدف پوره کول ډېر سخت ښکاري.

تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۱۹م کال کې شوې وه، چې هغه افغان لوبډلې د ۲۲۴ منډو په توپیر ګټلې وه.